له هیلې ډکه یوه کیسه

د خپرېدو وخت

د داسې یوې کورنۍ کیسه چې یوه ځوانه لور یې د وینې یوه ډېره کمسارې ناروغي لري. دا نجلۍ ۱۴ کلنه ده، اېزابېل سومرټن نومېږي او د انګلنډ په شمال کې اوسېږي. فکر کېږي چې په ټوله نړۍ کې له هغو ۷۰ کسانو یوه ده چې د ګرېسکلي سېنډروم په نامه ناروغي لري او یوه بل کس ورته خپل د هډوکو ماغزه، د مرستې په ډول، پیوند لپاره ورکړل. دا رپوټ د کورونا وبا له پیل وړاندې جوړ شوی وو.