تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا: پاکستان ترهګرو ډلو ته خوندي ځای ورکړی دی
د خپرېدو وخت
دا خبره د نړیوالې ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۹ کال رپوټ کې شوې، چې وایي پاکستان لا هم د افغان طالبانو په ګډون هغو ترهګرو ډلو ته خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورکړې چې سیمه کې فعاليت کوي. امریکا له پاکستانه غوښتي د هغو وسلوالو پرضد دې پرېکنده ګامونه واخلي چې افغانستان او هند کې بریدونه کوي. پاکستان بيا تل د ترهګرو ډلو پاللو تورونه رد کړي، او وايي په خپله د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه بوخت دی، او دروند زيان يې ګاللی دی. نور جزئیات شازیه حیا له کابله راکوي.