سور صلیب: افغانستان کې پر روغتونونو بریدونه د میلیونونو کسانو ژوند ګواښي

د خپرېدو وخت

د سور صلیب نړیواله اداره وايي، افغانستان کې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د خپریدو پر مهال د روغتیاپالو پر ضد بریدونو د میلیونونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.

دې ادارې د چارشنبې په ورځ( د جون پر ۱۷) رسنیو ته استولي بیان کې ویلي، د کورونا وېروس د وبا پر مهال افغانان له بل هر وخت روغتیايي مرکزونو ته ډېره اړتیا لري:

"خو د تاوتریخوالي ډیریدل او د روغتیا ساتنې مرکزونو پر ضد قصدي بریدونه یې دې مرکزونو ته د تګ مخه نیسي. د کوویډ ۱۹ د خپریدو پر مهال روغتیا څارنې ته د میلیونونو افغانانو لاسرسی چې له هر بل مهاله ورته ډیره اړتیا لري کم کړی ".

دې بیان کې د افغانستان لپاره د سور صلیب د مشر خوان پیډرو سکاریر له خولې ویل شوي:

"په افغانستان کې وروستي کړکیچ دوی ته سخته اندېښنه پیدا کړې ده".

نوموړی زیاتوي په فبروري او مارچ میاشتو کې د تاوتریخوالي د کمیدو له امله یو څه امیدواري منځ ته راغله:

"خو اوس موږ بیا د تاوتریخوالي شاهدان یو. د ملکي وګړو د تلفاتو شمیر مخ په زیاتیدو دی؛ په داسې حال کې چې دغه هیواد له کوویډ ۱۹ سره هم په مبارزې لګیا دی".

د دې اعلامیې له مخې د افغانستان روغتیايي سیستم هم د نورو جګړه ځپلو هېوادونو په څېر له خپلې وړتیا ډېر فعالیت کوي، جنګي سیمو کې روغتیايي خدمتونه کم دي او ستونزې هم لري چې اوس کورونا ستونزه هم ور زیاته شوې ده.

دا اداره د کابل دشت برچي د یوه روغتون پر زېږنتون د تېرې میاشتې برید هم یادوي چې ۲۴ کسان په کې ووژل شول او زیاتوي دې بریدونو افغانستان کې حالت لا خراب کړی دی.

بې پولې ډاکټرانو د جون پر ۱۵ وویل چې دې زېږنتون کې نور فعالیت نه کوي.

د زیږنتون برخه په تیرو پنځو کلونو کي د بې پولې ډاکټرانو د بنسټ له خوا حمایه کېده او یوازې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۶ زره کوچنیان دغه روغتون کي زېږېدلي وو.

افغانستان کې د سور صلیب مشر سکاریر زیاتوي، "کوویډ ۱۹ د نړۍ ډیر پرمختللي هیوادونه له ستونزو سره مخ کړي؛ او پداسې هیواد کې چې وسله وال کسان پر روغتونونو برید کوي، روغتیایي کارکوونکي د روغتیا باکیفیته خدمتونه نه شي کولی"

د نوموړي په خبره، په جګړه ځپلو سیمو او زندانونو کې حالت اندېښمنوونکی دی، چې لا د مخه سم روغتیايي خدمتونه نه لري.

دغه اداره د بېلګې په ډول د کندهار میرویس حوزوي روغتون یادوي، چې دا اداره له ۲۰ ډیرو کلونو را هیسې ور سره مرسته کوي:

"د دې روغتون کارکونکي نسایي ولادي او د جګړې ټپیانو ته د جراحۍ خدمات برابروي. د کوویډ ۱۹ د پیښو د ډیریدو له امله، د دغه روغتون د ناروغ منلو وړتیا کمه شوې، خو د جګړې د ټپیانو او د نو زیږو ماشومانو شمیر هماغه دی".

د سره صلیب په خبره، میرویس حوزوي روغتون د افغانستان په سوېلي سیمو کې یوازینی روغتون دی چې ۶ میلیونو تنو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي او ډیری جراحي ناروغان یې له هغو سیمو ورځي چې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه پکې روانه ده.

دا کمېټه په افغانستان کې په کوویډ ۱۹ د روغتیاپالو په اخته کېدو اندېښنه ښيي او وايي له دې سره پر روغتیایي سیستم فشار ډیر شوی دی:

"په لوجسټیک سیستم کې د اختلال له امله، میرویس روغتون په منظم ډول د ماسکونو او د لاس مینځلو د مایع له کمښت سره مخامخ کیږي".

د سور صلیب په خبره، له کورونا سره د مبارزې لپاره باید افغان جګړه کې ښکېل اړخونه ژمن اوسي او د زندانونو په څېر هغو ځایونو کې روغتیايي سیستم پیاوړی او ملاتړ یې وشي، چې لا د مخه پکې دا خدمتونه کمزوري دي.