تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر ټرمپ خپل ګواښ تکرار کړ
د امریکا ولسمشر خپل هغه ګواښ بیا تکرار کړی دی چې وايي د دغه هېواد د واشنګټن ایالت په سیاټل ښار کې به مداخله وکړي. دغلته سلګونه مظاهره کوونکو د ښار مرکز نیولی دی او کورواکه یې بللې ده. ډانلډ ټرمپ وايي، که ځايي والي ګام پورته نه کړي نو دی تیار دی چې پرې ورشي. په امریکا کې د سپین پوستي پولیس په لاس د تور پوستي جورج فلایډ د مړینې له امله دا دوې اوونۍ قهرجنې مظاهرې روانې دي. ولسمشر ټرمپ دا ژمنه هم کړې چې د پولیسو روزنې ته به نورې پیسې بېلوي، او هغه نارې یې چې وايي د "پولیسو بودیجه بنده کړئ"، ستغه اجنډا وبلله.