تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د رستورانت څښتنانو ته کابو یو نیم زر کاله بند سزا ورکړل شوه
په تایلنډ کې یوې محکمې د یوه رستورانت دوو څښتنانو ته له خلکو سره د ټګي برګي کولو په تور ۱۴۴۶ کاله زندان سزا ورکړې. پروسږ کال، د لایمګټ سمندري خوړو رستورانت له انلاین لارې یو داسې پروګرام پیل کړ، چې له مخکې یې د خوړو بدل کې پیسې وغوښتې.
د پي بي ایس نومي ځايي خبري شبکې په وینا هغه مهال ۲۰ زره کسانو د ۵۰ میلیونه تهايي باټ (یو اعشاریه شپږ میلیونه امریکايي ډالر) په ارزښت کوپونونه وپېرل، خو کمپنۍ وروسته اعلان وکړ چې د مشتریانو غوښتنه نه شي پوره کولای او رستوران یې وتاړه.
وروسته سلګونو کسانو شکایتونه ثبت کړل، چې پایله کې بوورن بنچاراک او پراپاشورن نومي دغه دواړه کسان ونیول شول.
په تایلنډ کې د شکایتونو شمېر پر بنسټ د دومره اوږدې مودې سزا معمول نه دی او د دغه هېواد د قانون له مخې له ولس سره د ټګي برګي کولو لپاره تر ۲۰ کاله پورې سزا ټاکل شوې ده.
لایمګټ سمندري خوړو رستوران پروسږ کال د لسو کسانو د خوړو لپاره د ۸۸۰ باټ یا ۲۸ ډالرو بیه ټاکلې وه، چې د دوی د ممعمول بیې پرتله خورا لږ بلل کېده، خو شرط یې له مخکې د پیسو بدل کې د کوپن ترلاسه کول و.
د تايي پی بي ایس رپوټ کې ویل شوي، هغو چې په لومړي سر کې کوپن ترلاسه کړی و، خواړه یې هم خوړلي، خو د مشتریانو لیست له اوږدوېدو سره د نوبت راتلو وخت هم تر میاشتو پورې وغځېد.
په مارچ میاشت کې بیا د رستوران ملکیت لرونکي شرکت لایمګټ اینفانیټ اعلان وکړ، چې له اړتیا سره سم سمندري خواړه نه شي موندلای او رستوران یې وتاړه.
د تهايي پي بي ایس رپوټ زیاتوي شرکت اعلان کړی و، چې د پاتې مشتریانو د کوپن پیسې به بېرته ورکړي او له ۸۱۸ شکایت کوونکو مشتریانو یې ۳۷۵ کسانو ته بېرته پېسې ورکړې.
وروسته سلګونو نورو کسانو د کمپنۍ او شریکانو خلاف خپل شکایتونه رسماً ثبت کړل. بوورن بنچاراک او پراپاشورن د جعلي پیغامونو له لارې له خلکو سره د جعل او ټګي برګي په تورونو نیول شوي وو.
دوی د چهارشنبې پر ورځ د ۷۲۳ قضیو کې پړه وبلل شول او هر یوه ته د ۱۴۴۶ کاله زندان سزا ورکړل شوه. دواړو خپل جرم ومانه او د هر یوه سزا نیمايي یانې ۷۲۳ کلونو ته راټیټه شوه، خو اصلاً به هر یوه په زندان کې ۲۰ کاله تېروي.
د دوی کمپنۍ هم یو اعشاریه اته میلیونه باټ جریمه شوې او شریکو څښتنانو ته ویل شوي، چې د تاوان په توګه شکایت کوونکو کسانو ته دوه اعشاریه پنځه میلیونه باټ ورکړي. له دې مخکې د تایلنډ یوې محکمې په ۲۰۱۷ کال کې د ټګي برګي یوه قضیه کې مجرم کس ته د ۱۳۰۰۰ کاله زندان سزا ورکړې وه.