تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه کډوال چې د کورونا وېروس له کبله دوې میاشتې سمندر کې ایسار پاتې وو
مالیزیا هغه ۲۷۰ روهېنګیا کډوال نیولي چې ویل کېږي، د قرنطین پر مهال تر دوو میاشتو پورې په کښتۍ کې ایسار پاتې وو. دغه کسان په اپریل میاشت کې د بنګله دېش له سویله تښتېدلي وو.
د دوشنبې پر ورځ د مالیزیا سمندري ساتونکو د دوی ګوډه، ماته کښتۍ ولیده او ګڼ شمېر کډوالو وچې ته د رسېدو لپاره له کښتیو ټوپ کړل.
دا وروستیو کلونو کې لسګونه زره روهېنګیا مسلمانان له میانماره تښتېدلي، چې هلته تبعیضي چلن ورسره کېږي. له دوی نه ډېری د بنګله دېش کاکس بازار سیمې ته رسېدلي، او هلته په یوه کمپ کې نژدې یو میلیون کسان اوسي.
ځینې نور بیا نژدې ګاونډي هېواد مالیزیا ته د رسېدو هڅې کوي، چې په سیمه کې یو خوندي ځای بلل کېږي.
په تېرو کلونو کې انساني قاچاقبرو لسګونه زره روهېنګیا کډوال په غیر قانوني توګه مالیزیا ته رسولي دي. خو اوس مالیزیايي چارواکي د کډوالو کښتیو ته اجازه نه ورکوي چې ساحلونو ته یې ورشي او لامل یې د کوویډ- ۱۹ وبا بولي.
د اي ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دوشنبې پر ورځ مالیزیايي سمندري ساتونکو د لنګکاوي په تفریحي سیمه کې د کډوالو یوه مشکوکه کښتۍ لیدلې او هڅه یې کوله بېرته یې له نړیوالو اوبو پر شا کړي، خو کښتۍ د ساتونکو له نژدې رسېدو وروسته ۵۳ سپرلیو سمندر ته ټوپ کړل.
د دغه هېواد د سمندري ګزمې څارونکې ادارې په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ساتونکو ۲۱۶ نور روهېنګیا کډوال په کښتۍ کې د یوې ښځې له مړي سره وموندل.
د بشري حقونو هغه فعالان چې د دغې کښتۍ له سپرلیو سره یې کله نا کله اړیکه ټینګېده وايي، د سفر پیلولو پر مهال په دغه کشتۍ کې نژدې ۵۰۰ کسان وو.
داسې ګومان کېږي، چې د نیول شویو نیمايي کډوال له مخکې سمندري د ساتونکو له سترګو پناه او ساحل ته په رسېدو بریالي شوي دي. تر اوسه معلومه نه ده، چې سږ کال څومره کښتۍ د مالیزیا پر لور خوځېدلې، خو ځايي چارواکي وايي، ۲۲ دغسې کښتۍ یې بېرته ستنې کړې دي.
دغه کښتۍ معمولاً خورا کوچنۍ وي، چې معمولاً پکې د خوندیتوب له اقداماتو پرته ګڼ کسان سفر کوي.
د دوشنبې پر ورځ د نیول شوې کښتۍ په هکله په یوه اعلامیه کې ویل شوي د دې لپاره"په لوی لاس ویجاړه شوې"چې ساتونکي یې بېرته ستنه نه کړي. چارواکوي وايي، ټول نیول شويو کسانو ته اوبه او خواړه ورکول شوي او په سیمه کې یوه توقیف ځای ته لېږدول شوي دي.