تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا: تاوتریخجن احتجاجونه لسیزو کې بې ساري دي
د خپرېدو وخت
پر یوه خبره ډېری سره یوه خوله دي، هغه دا چې امریکا له ۱۹۶۰ کلونو راهیسې، د Martin Luther King له وژل کېدو وروسته، په دې اندازه توکميز تاوتریخوالی او بې نظمي نه وه لیدلې. په کوم ډول چې George Floyd مړ شو، او مړینې ته یې د ډېریو خلکو له غصې ډک غبرګون، یو ځل بیا وښودله چې افریقايي الاصله امریکایان څومره پر خپل پولیس ځواک بې باوره دي او څومره بد ترې وړي. دغه رپوټ په امریکا کې د دې وروستي تاوتریخوالي د تاریخي ریښو په اړه دی.