په پاکستان کې د کورونا څلور زره نوې پېښې

د خپرېدو وخت

د پاکستان لومړى وزير عمران خان وايي ولس به يې تر هغو له کورونا وېروس سره په احتياط ژوند پر مخ بيايي چې واکسين یې نه وي موندل شوى. دا خبره پاکستاني لومړي وزير د کورونا وایرس په تړاو يوې مهمې غونډه کې، پرون په داسې حال کې وکړه، چې د دغه وایرس، نوې مثبتې پېښې يې په هېواد کې په ريکارډ کچه ډېرې شوې دي. ويره دا ده چې که دغه حالت روان وي، شايد په راتلونکو دوو اوونيو کې، تر درو زرو ډېر پاکستانيان له کورونا وبا ومري. رحمن الله له پېښور نور جزييات لري.