تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر هندي کاروبار او کارګرو د قرنطین اغېز
د خپرېدو وخت
په هند کې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د لګېدلیو بندیزونو له امله کاروبارونه بند شوي. په میلیونونو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. لومړي وزیر نرېندرا مودي، پر کاروباریانو غږ کړی دی چې، د دې کارګرو تنخوا بنده نه کړي خو دا کار نه دی شوی او ډېری خلک بې خوړو او پیسو پاتې دي. اکثریت یې سلګونه کیلو متره لارې وهي چې بېرته خپلو کلیو ته ولاړ شي. ځینې پر لارې مړه شوي هم دي.