۳۹ میلیونه امریکایانو دندې له لاسه ورکړې

د خپرېدو وخت

له هغه راهیسې چې په مارچ میاشت کې، د کورونا وایرس وبا پیل شوې ده، په امریکا کې نژدې ۳۹ میلیونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي او بې کاره شوي. د بي بي سي د شمالي امریکا خبریال د نیویارک یوې شتمنې سیمې ته ورغلی. دغلته د منځنۍ طبقې او کټې وټې والا امریکایان اوسېږي حتی همدا خلک هم اوس مجبور دي د خوړو بانکونو یا هغو ځایونو ته ولاړ شي چې له اړمنو سره د خوړو مرسته کوي.