کراچۍ کې ملکي الوتکه غورځېدلې

د خپرېدو وخت

د پاکستان کراچۍ ښار هوايي ډګر ته څېرمه د ګڼ مېشتې سیمې کورونو په منځ کې یوه ملکي الوتکه غورځېدلې ده. د پاکستان هوايي چلند ادارې دا ایربس ۳۲۰ ډوله الوتکه له لارهوره کراچۍ ته پر لار وه، چې وغورځېده.

د سند صوبې عامې روغتیا چارواکو تر اوسه د ۳۷ کسانو مړینه تایید کړې.

چارواکي وايي، په الوتکه کې ۹۹ کسان ناست وو، چې د کریو یا خدمې اته کسان هم پکې شامل دي. په یو شمېر رپوټونو کې ویل شوي، پېښه کې ځينې کسان ژوندي پاتې دي.

لږ تر لږه د دوو کسانو ژوندي پاتې کېدل تایید شوي دي.