تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: د یمن په هکله د ملګرو ملتونو خبرداری
د خپرېدو وخت
د یمن په لروبر کې د کورونا وېروس لسګونه پېښې ثبتې شوې دي خو ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې دغه وېروس په دې هېواد کې پټ په خپرېدو دی. د یمن روغتیايي سیستم له وړاندې لا د جګړې له امله ډېر بد اغېزمن شوی دی، هغه جګړه چې په جنوب کې د نړیوالو لخوا په رسمیت پیژندل شوي حکومت او شمال کې حوثي یاغیانو ترمنځ ده. بي بي سي په مرکز صنعا کې هغه روغتون ته ور پرېښول شوې وه چې واک یې له حوثیانو سره دی.