کورونا وېروس: د پاکستان د روغتیايي سیسټم ستونزې

د خپرېدو وخت

داسې حال کې چې پاکستان کې کورونا ويروس پرله پسې په چټکۍ خپرېږي، د روغتيا نازک سيستم يې ورسره ځان سمولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

پاکستان کې په کورونا ويروس اخته کسانو شمېر تېرو دريو اوونيو کې درې برابره لوړ شوی دی. تر دې مهاله يې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۳۶ زرو اوښتی، او ۷۷۰ کسان ترې مړه شوي دي. د صوبو په کچه يې تر ټولو ډېرې مړينې خيبر پښتونخوا کې دي، هلته ۲۷۵ کسان ترې مړه شوي دي. سره له دې چې پاکستان کې د روغتونونو نژدې شل زره اضافي بسترې يا کټونه برابر شوي، د دغه هېواد روغتيايي سيستم له روان حالت سره ځان سمولو کې له ستونزو سره مخامخ دی. عمر نانګيايا د يوه داسې ډاکټر کيسه کوي، چې د بسترو نشتوالي له امله له دريو روغتونو ګرځول شوی دی.