هند خپل زرګونه بهر مېشتي وګړي بېرته ستنوي

د خپرېدو وخت

د هند حکومت اعلان کړی دی چې له بهرنیو هېوادونو به خپل زرګونه وګړي بېرته سر له سبا ور وغواړي. په دې کې هغه زده کوونکي هم شته چې په بریتانیا کې ایسار دي. نژدې ۴۰ زره هندیان همدا اوس په بریتانیايي پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت دي. دا ایسار خلک د کورونا وایرس له امله له لګېدلیو بندیزونو ډېر اغېزمن شوي دي. پخپله هند کې بیا سلګونه زره کسان د کورونا وېروس له کبله د خواړو له کمښت سره مخ شوي‌ دي. نور جزئیات په دې رپوت کې