تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شړومبې خوږې ښې دي که تروې؟
- Author, سعد سهیل
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
په نړۍ کې د رایو شمېرنه لرغونی تاریخ لري، یو عمومي فکر دا دی چې د امریکا په پېنسلوانیا ایالت کې په ۱۸۲۴ کې ولسمشریزې ټاکنې وشوې.
له دې رایو شمېرنو شاوخوا ۲۰۰ کاله تېر شول، اوس د نړۍ په ټولنیزو او سیاسي حالاتو کې د خلکو رایه یو مهم اصل ګڼل کېږي.
اوس په پاکستان کې د خواله رسنیو په ځانګړي ډول ټویټرکارن پر دې بوخت دي چې د ګېډې شوقیان شړومبې خوږې یا تروې او که مالګینې خوښوي؟
که یوازې پر ټویټر تم شو، نو دا جوتیږي چې دا لرغونی او پخوانی څښاک د خلکو لپاره اهمیت لري.
د دوبي په راتګ سره په کورونو کې شېدې او مستې ډېرې څښل کیږي. شړومبې هم داسې څښاک دی چې تودوخه ځغلوي او تنده سړوي.
له پخوا راهیسې کله چې د دوبي موسم را ورسیږي او تودوخه زیاته شي دا یو دود ګرځېدلی چې د ښار په بېلابېلو څنډو کې هر هټیوال د ځانګړي څښاک یا شربت بندوبست کوي.
د کورونا وېروس له کبله د قرنطین په دې شپو ورځو کې ډېری خلک په کورونو کې شړومبې جوړوي او پر خواله رسنیو خپل د خوښې څښاک ستايي.
"شړومبې خو شړومبې دي، که خوږې وي یا تروې"
هر څوک خپلې خوښې ته په کتو شړومبې څښي. ځینې خلک شیدې او مستې سره ګډوي او څښي يې. ځینې یې بیا د کوچو او پیروي شړومبې خوښوي، خو ځینې یې بیا پر دې ټینګار کوي چې شړومبې خو په اصل کې تروې یا تروشې وي.
پر خواله رسنیو په ځانګړي ډول پر ټوېټر د کرنتین په شپو ورځو کې ملګرو د تروو یا شړومبو پر سر له یوه بل سره ټوکې ټکالې پېل کړې دي.
یو خپل ملګري ته ګواښ کوي چې ملګرتیا به ورسره پرېږدي که خوږې شړومبې يې بیا څښلې وې.
د محمد شهزاد په نوم یوه لیکلي چې له خپلوانو سره یې ځکه مړی ژوندی پرېښود چې تروشې یا مالګینې شړومبې يې ورته ايښې وې. د ده خوږې شړومبې خوښېدې.
د خوږو او مالګینو شړومبو په دې په زړه پورې بحث کې د خوږو او مالګينو شړومبو پلویان له یوه بل سره جالب استدلال کوي.
د مالګينو شړومبو پلویان وايي چې اصیلې او سوچه شړومبې خو له پخوا راهیسې همدا مالګینې شړومبې وې. خوږې خو وروسته پکې را ووتې.
ځکه خو د مالګینو شړومبو یوه مینه وال ان دا دعوه وکړه چې، "خوږې شړومبې خو د شربت په څېر دي"
'زه د مالګینو شړومبو مینه والو باندې باور نه لرم'
شړومبې خو ټول کال څښل کیږي، خو په روژه کې يې مینه وال ډېرېږي. دا پر پسېمي یا چرګ بانګ سربېره په روژه ماتي کې ډېرې څښل کېږي. اوس خو د خوږو او مالګینو شړومبو تر څنګ د ځینو نورو ذایقو لروونکې شړومبې هم دود شوې دي.
پر ټوېټر ځينو د ام خوند لرونکو شړومبو صفت کړی او یو شمېر نورو بیا د خپلې خوښې ذایقو والا خوندورې بللې دي. د دوی له ډلې يې ځينو بیا د مستو جوس ګټې بیان کړې دي.
خو د مالګینو شړومبو پلویان بیا دا نورې ذایقه لرونکې شړومبې سوچه یا اصیلې نه بولي، د دوی په نظر هغه خو د شربتونو ګډوله ده، شړومبې نه دي.
یوه يې په ټوکه ویلي، "زه پر هغه چا باور نه کوم چې خوږې شړومبې څښي."
په ټوېټر کې د خوږو او مالګینو شړومبو لرونکو تر منځ د بحث په پایله کې داسې ښکاره شوه چې د خوږو شړومبو مینه وال ډېر دي او د مالګینو هغو رایه کمه ده.
خو د سیده معصومي په نوم د ټوېټر یوې کاروونکې لیکلي، 'په اصولي ډول موږ ګټونکي یو ځکه چې اصیلې شړومبې مالګينې دي. نو هيڅ خبره نه ده که ټاکنې مو وبایللې.'
د فیقي سیمې"خوږې شړومبې" ډېرې پلورل کېږي
د پاکستان په پنجاب ایالت لاهور ښار کې د فیقې سیمې پر شړومبو د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وي. شپه او ورځ يې نه ده مالومه خو چې د ورځې په اوږدو کې هر وخت ورشې، خامخا به د ډېر بېروبار له کبله په کتار کې درېږې او خپل وار ته به په تمه کېږې.
د ګرځبندیز او کرنتین پر مهال اوس خلک یوازې په خیال کې د دې هټۍ شړومبې څښلی شي، ځکه چې هر څه تړلي دي.
دا هټۍ په ۱۹۴۷ یاني د پاکستان د جوړېدو په کال د رفیق بټ په نوم یوه کس جوړه کړه چې په فیقې مشهور و.
د دې هټۍ څښتن طلحه بټ له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د هرچا ذوق بېل دی او هغه په خپله خوښه د هر خوند لرونکي شړومبي څښي.
ده د خوږو او مالګینو شړومبو په بحث کې له ښکېلېدو پرته وویل چې د ده له هټۍ خوږې شړومبې زیاتې پلورل کېږي.
د ده په وینا تر پېښور پرته د پنجاب په بېلابېلو ښارونو او کراچۍ کې هم خلک خوږو شړومبو ته لومړیتوب ورکوي.
د طلحه بټ په خبره، که څه د ښارونو خلک به د بېلا بېلو خوندونو شړومبې خوښوي خو د کلیو بانډو خلک او په عمومي ډول زیاتره خلک له سوچه مستو او شېدو جوړې شړومبې خوښوي.