تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورنا وېروس: د رغېدلو په وینه د ناروغانو درملنې هڅه
د خپرېدو وخت
بریتانیا تیاری نیسي چې له کورونا وېروسه د رغېدلو ناروغانو وینه - د هغو ناروغانو درملنې لپاره وکاروي چې - تازه تازه پر کوېډ ۱۹ اخته کېږي. دوی هیله لري په کورونا وېروس اخته او بیا د رغېدلیو خلکو بدن به داسې دفاعي سیستم یا انټي باډي جوړه کړې وي چې ښايي په نوي ناروغ کې هم د وېروس - له منځه وړولو سره - مرسته وکړي. په امریکا کې له وړاندې یوه لویه پروژه پیل شوې ده چې همدا مطالعه یې کړې. څه باندې ۱۵ روغتونونه په دې څېړنه کې برخه لري.