کورونا وېروس: اېکواډور کې د مړینې کچه له هغه لوړه ده چې فکر یې کېده

د خپرېدو وخت

د کورونا ويروس وبا پر وړاندې ځواب ويلو کې يوه تر ټولو لويه ستونزه پر دې پوهېدا ده چې څومره خلک پرې اخته شوي دي. اروپا کې ځينو هېوادونو په پراخه کچه ازموينې کړې، خو د نړۍ لروبر ټول حکومتونه بيا پر همدې لارې د مزله توان نه لري. يوه بېلګه يې اېکوادو دی، چې له کورونا ويروسه یې د رسمي مړينو شمېر له ۴ سوو زيات دی، خو يوازې يوه ايالت کې يې بيا زرګونه مړينې ثبت شوې دي. له اېکوادوره پرې د بي بي سي خبريال ماټياس زېبېل راپور رالېږلی چې پښتو بڼه يې ګورو.