تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: روژه کې د تراويح لمونځ پر مهال پر احتياطي تدبيرونو سلا شوې
د پاکستان منصوبه بندۍ يا پلان وزير اسد عمر ويلي دغه هېواد کې له کورونا ويروس سره په تړاو یې د هېواد توان له ۱۴ تر ۱۵ برابره زيات شوی دی. ده ويلي د روغتيايي سيستم ښه والي او طبي وسيلو زياتوالي لپاره هر ډول شونی کوشش روان دی. بل پلو د پاکستان ولسمشر عارف علوي د خپل هېواد له ديني عالمانو سره له مشورتي ناستې وروسته د شلو ټکو وړانديزونو اعلان کړی دی. دې وړانديزونو کې ويل شوي روژه کې دې تراويح لمونځ د جوماتونو انګړ کې وشي، د لمانځه ليکې دې داسې ودرول شي چې د دوو لمونځو کوونکو تر منځ دې د دوو کسانو ځايونه تش پرېښودل شي. جوماتونو ته د تلو پر مهال دې د ماسکونو تړل لازمي شي، په غېږو او لاسونو دې روغبړ نه کېږي. جوماتونو کې دې له ډله ييز روژه ماتي او پېشلمي ډډه وشي. له پنځوس کلنو لوړ عمر، نابالغ ماشومان، د ټوخي، والګي او بخار رنځوران دې جوماتونو ته نه ځي. اوسني حالت کې غوره دا ده چې کورونو کې اعتکاف وشي. وړانديزونو کې دا هم ويل شوي، که حکومت دا احساس وکړي چې پر دې تدبيرونو عمل نه کېږي، نو حکومت پر خپله پرېکړه بيا غور کولی شي. حکومت سره دا واک هم دی، چې ځانګړو ځايونو کې د رناروغانو او خپاره حالت ته په کتو بېلابېلې تګلارې غوره کړي.