پر پوهنتونو د کورونا وېروس اغېز

د خپرېدو وخت

د کورونا وېروس خپراوي له بېلابېلو لارو نړيوال اقتصاد لړزولی دی، هغو کاروبارونو هم په کې ګوزار خوړلی چې پرچينايي پېرودونکو تکيه کوي. د اسټراليا پوهنتونونو سکتور په ځانګړي ډول چينايي زده کوونکو ته سترګې پر لار وي.

نو پر هغو خلکو د بنديز له امله يې سخت ګوزار خوړلی، چې د چين له لويې برخې ورځي. اټکل سل زره زده کوونکي اوس چين کې بند پاتې دي، او همدې کار اسټراليا کې د زده کړې او پوهنې ادارې اړ کړې چې خپلې بوديجې او لګښتونه کم کړي.