چین کې ایسار افغانان وايي، له روحي فشار سره مخامخ دي

د خپرېدو وخت

په چين کې ايسار افغانان وايي له روحي فشار سره مخامخ دي او خپل هېواد ته ستنېدل غواړي. له هغه راهيسې چې په چين کې د کرونا ويروس خپور شوى دغه هېواد کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مېشت خلک په ځانګړو الوتنو کې خپلو مېنو ته ستانه شوي دي. خو د ځينو نورو هېوادونو خلک لا هم ايسار پاتې دي. په دې تړاو نورو پرمختیاو کې د جاپان سمندر غاړو ته نژدې په يوې بېړۍ کې ٤٥ کسه نور د کرونا په ويروس اخته موندل شوي دي. چين وايي لږ تر لږه ٦٣٠ کسان له دې ويروس مړه شوي دي او هغه چې پرې اخته دي اوس يې شمېر تر ٣٠ زرو اوړي. هغه ٣٤ کلن ډاکټر هم مړ شوى دى چې په لومړي ځل يې د دې ويروسو په اړه خبردارى ورکړى و.