د کابل ژوبڼ حال

د خپرېدو وخت

سودان تېرو څو لسيزو کې کورنۍ جګړې ځپلی، تېرو څو مياشتو کې يې بيا سياسي بدلونونو هم د نړيوالو پام وراړولی و. خو يو څه چې د نړۍ لروبر ډېرو ته هېښوونکي وو، دا تېرو څو ورځو کې يې د پلازمېنې خرطوم د ژوبڼ انځورونه وو، چې زمريان يې د خوار ځواکۍ له امله آن لا خوځېدی هم نه شوی. لومړی يو ټولنيز فعال د خرطوم ژوبڼ ته ورغلی و، چې بيا يې ويوډيويي انځورونو پر ټولنيزو رسنيو غوغا جوړه کړه، او ډېرو د سودانۍ پلازمېنې ژوبڼ زمريانو سره د مرستو او لاسنيوي وړانديز وکړ. د خرطوم ژوبڼ ساتندويانو او پالونکو ويل دوی يې خواړه او د مړولو وس نه لري. ډېرو بيا ګومان دا کاوه، چې دا ښايي د کابل ژوبڼ وي... اوليا اطرافي په همدې پلمه کابل ژوبڼ ته ورغلی، چې وګوري هلته د ژويو څه حال دی.