تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چین ولسمشر وايي، هېواد یې خطرناک حالت سره مخ دی
د خپرېدو وخت
د چین ولسمشر شي ژینګ پنګ وايي هېواد یې خطرناک حالت سره مخ دی. د نوموړي په وینا نوی تنفسي کرونا ویر,س په چټکۍ خپرېدونکی دی. چین تایید کړې ده چې دغه ویروس تر اوسه ۴۰ کسه وژلي او ۱۳۰۰ نور پرې اخته دي. چارواکو ځینې ښارونه په ټپه درولي دي چې د خلکو تګ راتګ کم کړي. له چینه بهر، په فرانسه کې هم درې کسان په دې ویروس اخته شوي دي. دا لومړی ځل دی چې اروپا ته د دې ویروس د رسېدو خبره کېږي.