تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مېندوارې ښځې چې خېمو کې اوسي
د طبي چارو خيريه ټولنه، ميډيسان، سان فرانټيېغ، وايي داسې حال کې بيړنی روغتيايي حالت په سپړېدو دی، چې د ايجيان سمندرګي ټاپوګانو ته له جنګ ځپلو هېوادونو لا نور کډوال په رسېدو دي. لېسبوس کې نژدې ۱۸ زره خلک يوه پنډغالي کې غونډ شوي، چې په اصل کې د دوو زرو کسانو لپاره جوړ شوی و. دغو خلکو کې له خطر سره ډېر مخامخ خلک هم دي، ميندوارې مېرمنې او نوي زېږېدلي ماشومان. ډېر یې داسې ځايونو کې دي، چې اېم اېس اېف، يا د بې پولو ډاکټرانو ټولنه يې د کړاو بې پايه کړۍ بولي. د بي بي سي نړيوالې روغتيا خبرياله ټولېپ مزومبدر پرې دا ځانګړی راپور چمتو کړی دی.