تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند: د تابعیت ناندریز قانون پر ضد احتجاجونه روان دي
د خپرېدو وخت
د هند تابعیت پر جنجالي قانون مظاهرې دا دریمه ورځ هم روانې دي او نورو سیمو ته هم پراخې شوې دي. د هند په ختیځ کلکته کې، خلکو پر ټرېنونو یا اورګاډیو او تمځایونو بریدونه وکړل. لویې لارې یې هم وتړلې. مخالفين يې وايي دا قانون د هند سېکولر نظریې ته خطر دی. د قانون له مخې هغو کډوالو ته تابعیت ورکول کېږي چې په ګاونډیو هېوادونو کې یې د مذهب له امله ځورول کېږي. د لږکیو په دې ډله کې مسلمانان نه شته.