برتانیا کې د کډوالۍ جنجالي مسئلې ته کتنه

د خپرېدو وخت

سبا بريتانويان د خپل هېواد پارلمان او لومړي وزير ټاکلو لپاره د رايو صندقونو ته مخه کوي. نن د ټاکنيزې مبارزې وروستۍ ورځ ده، د واکمن محفظه کار ګوند مشر او اوسنی لومړی وزير بورېس جانسن، د مخالف کارګر ګوند مشر جېرېمي کوربن او د لېبرال ډيموکراټ ګوند مشره جو سوېنسن او نور ټول بېلابېلو ځايونو کې په ټاکنيزو هلو ځلو وتلي دي. د رايو مرکزونه به سبا د سهار پر اوو بجو پرانيستل کېږي او د شپې تر لسو بجو به پرانيستي وي. دې ټاکنو کې يوه تر ټولو توده مسئله د کډوالو ده، چې د بريتانيا ګوندونه پرې سره وېشلي او بېلابېلې تګلارې لري. شېکېبا ورته کتنه کړې.