تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''د ناکامورا وژنه له افغانستانه بهر پلان شوې''
د خپرېدو وخت
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي د جاپاني مرستندوی تېڅو ناکامورا وژنه له افغانستان بهر پلان شوې وه. ناکامورا پرون د جلال اباد زړه کې له پنځو افغانانو سره یو ځای د وسله له لوري په ډزو ووژل شو. افغان چارواکو د تېڅو ناکامورا د وژنې پېښې په اړه کم معلومات ورکړي، خو د ننګرهار والي نن په يوه ناسته کې ويل استخباراتي ادارې د ناکامورا وژنې په اړه ځينې بېلګې موندلې دي.