تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لوېديځه غاړه کې يهودي مېشتځايونه
د خپرېدو وخت
فلسطينيانو د واشنګټن هغه پرېکړه غندلې، چې لوېديځه غاړه کې یې د يهودي مېشتځايونو په اړه خپله څلوېښت کلنه تګلاره بدله کړې ده. امريکا وايي دا مېشت ځايونه نور ناقانونه نه بولي. اروپايي ټولنې ويلي دې کار د پايېدونکې سولې لرليد زيانمن کړی دی. دې ګام امريکا له ملګرو ملتونو سره مخالفت کې ايښې، چې د فلسطينيانو سيمو کې يهودي مېشتځايونه له نړيوال قانونه بربنډه سرغړونه بولي.