تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د برلېن دېوال نړېدو دېرشمه کلیزه نمانځل کېږي
په جرمني کې د برلېن دېوال نړېدو د دېرشمې کلیزې په مناسبت لمانځنې کېږي. دې دېوال د سړې جګړې څرګندونه کوله چې کمونست ختيځ او ډيموکراټ لوېديځ يې سره وېشلي وو. لومړۍ وزيره انګېلا مېرکل چې په ختيځ جرمني کې لويه شوې، د دغه دېوال له يوې پاتې برخې سره چې، د ياد لپاره يې ساتل شوی، جوړو شویو مراسمو ته ورغلې وه. مشهورو او دولتي څېرو د هغو کسانو په درناوي د دېوال په درزونو کې ګلان ايښودل چې لوېديځ برلین ته د اوښتو په هڅه کې وژل شوي وو. همدا نن د نومبر نهمه له هغې ورځې راهيسې ۳۰ کاله پوره شول چې د برلین دا دېوال پکې ونړول شو. دې راپور کې یې کيسه ده.