تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لیبیا کې جګړه او د کډوالو پر مرکز برید
د ملګرو ملتونو په يوې پټې پلټنې کې چې بي بي سي ليدلې، ویل شوي چې ليبيا کې د کډوالو پر يو مرکز د توغندي مرګونی بريد د يو بل هېواد يو جنګي الوتکې کړی و. پلټنه کې د کوم هېواد نوم نه دی ياد شوی، خو يوې سرچينې چې د پلټنې په اړه معلومات لري، بي بي سي ته ويلي دې څېړنه کې پام پر متحده عرب اماراتو غونډ دی. اماراتو بيا چې کله بي بي سي ورسره تماس ونيو، په دې اړه څه نه دي ويلي. د تېر جولادې میاشت کې دې بريد کې ۵۳ کډوال ووژل شول او ۱۳۰ نور ژوبل شول. د ملګرو ملتونو يوه چارواکي د جګړې شونی جرم بللی دی. نور تفصیل په دې رپوټ کې.