ترکیه وايي، د ابو بکر البغدادي خور یې نیولې

د خپرېدو وخت

له هغه راهیسې چې امریکا اعلان وکړ، د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش مشر ابوبکر البغدادي یې وژلی دی، یوه اوونۍ کېږي. اوس ترکیه وايي چې د هغه مشره خور یې نیولې ده. چارواکي وايي، رسمية عواد یې د سوریې په شمال ختیځ، حلب کې، په هغه سیمه کې موندلې چې واک یې له ترکیې سره دی. ترکیه وايي له دې مېرمن، د هغې له مېړه، او د دې له اینګور یې پوښتنې ګروېږنې کړې دي.