تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'ښځې له شرمه د سینې د سرطان په اړه نه غږېږي'
د خپرېدو وخت
د سینې سرطان په ښځو کې بېخي ډېر عام دی او هر کال پرې په ټوله نړۍ کې دوه میلیونه ښځې اخته کېږي خو د پاکستان په شان هېوادونو کې ډاکتران له یوې بلې ستونزې سره مخامخ دي. هغه دا چې ښځې د کلتوري مسایلو له امله د خپلو بدنونو په اړه خبرې نه کوي.
اوس وېره ده چې همدا کار د دې لامل شوی چې په پاکستان کې هر کال ۴۰٪ ښځې د سینې له سرطانه مړې شي.