برتانیا: یوه لارۍ کې ۳۹ مړي موندل شوي

د خپرېدو وخت

د بریتانیا په ختیځ کې په یوه لارې کې، ۳۹ کسان، مړه موندل شوي دي. دا پېښه د انګلنډ په جنوب، ګرېز سیمه کې شوې ده. نن سهار پولیسو ته زنګ وهل شوی و چې بیا یې مړي وموندل. پولیس وايي لارۍ، له بلغاریا، د شنبې پر روځ بریتانیا ته راغلې وه. د لارۍ چلوونکی ۲۵ کلن او د شمالي ایرلند دی. اوس د دې مړینو سره په تړاو د قتل په تور نیول شوی دی.