ترکيې ته د ډونلډ ټرمپ ګوتڅنډنه

د خپرېدو وخت

ولسمشر ټرمپ د سوريې له شماله د ځواکونو ايستلو په اړه په غوسه له خپلې پرېکړې دفاع کړې ده. يو داسې ګام چې د کورديو ځواکونو پر وړاندې، چې اسلامي دولت نومې ډلې اورپکوپر وړاندې جګړه کې د امريکا اوږدمهاله ملګري وو، د ترکيې بريد ته لار هواروي. ترکان دوی ترهګر بولي. ښاغلي ټرمپ ترکيې ته خپل خبرداری تکرار کړی، چې د ځواکونو له ايستلو یې دې ګټه نه اخلي، او ګواښنه يې کړې که داسې ګام یې پورته کړ چې ده له کرښو اوښتا بللې، د ترکيې اقتصاد به دړې وړې کړي. د بي بي سي اورلا ګېرېن د ترکيې سوريې له پولې راپور لري.