تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
داسې ښځه چې د برتانیا او فرانسې ترمنځ یې پرلپسې ۴ ځلې لامبو وکړه
هغه ښځه چې له سرطان ناروغۍ روغه شوې، لومړنی کس دی چې د برتانیا او فرانسې ترمنځ واټن له درېدو پرته څلور ځلې په لامبو کچ کوي.
ساراتوماس خپل حماسي سفر د یکشنبې په سهار د سپټمبر پر ۱۵ پیل کړ او ۵۴ ګړیو کې یې تمام کړ.
د ازادو اوبو دې لامبوزنې یو کال وړاندې د تي سرطان درملنه بشپړه کړې وه او دا لامبو یې هغو خلکو ته ډالۍ کړه: چې له سرطان روغ شوي دي.
هغه چې د برتانیا لرې سمندرغاړې ته ورسېده، بي بي سي ته یې وویل: اوس مې بدن یو مخ بې حسه دی. ډېر خلک د سمندرغاړې ته راغلي و، چې ما وویني او د بري هیله راته وکړي او دا د دوی مینه ده.
د ازادو اوبو وتلی لامبوزن لویس پاګ هم ټوېټر کې لیکي: ټیک هغه وخت چې فکر کوم د انساني توان وروستي برید ته رسېدلی یم، نو یو کس راځي او ریکارډونه ماتوي.
د توماس مور بکي باکسټر هم له بي بي سي سره خبرو کې ویلي: ډېرو سفرونو کې ور سره ملګرې وم، خو دا ډېر وېروونکی سفر و.
مېرمن باکستر زیاتوي، لور یې سفر کې ډېره کړېدلې ده.
سارا توماس چې تېر کال د تي سرطان درملاوه، درملونکې ډلې ورته وویل، لامبو یې د درملنې بهیر ښه کولی شي.
دې ډېرې لامبو ته یې ولې زړه ونیو؟
مېرمن توماس اول ځل پر ۲۰۰۷ کال د ازادو اوبو اتلولۍ کې ګډون کړی و.
هغې پر ۲۰۱۲ کال د مانش کانال د سور ترمنځ لامبو وکړه او پر ۲۰۱۶ کال یې بیا دا کار وکړ.
خو طبیعي ده چې دا ډول د هغې وس یا توان نه و.
نوموړې له فلم جوړوونکي جان واشر سره مرکه کې ویلي: کله مې چې ۲۰ میله لامبو وکړه، له ځان سره مې وویل، مخته هم لاړه شم، غوښتل مې په ریښتیا ووینم چې دا مخته تګ څه مانا لري.
د ۲۰۱۷ کال اګسټ کې یې د امریکا او کاناډا له پولې سره په چامپلین سمندرګي کې ۱۰۴ میله یا ۱۶۸ کیلومتره لامبو وکړه، خو له هغه وروسته مالومه شوه چې سرطان لري.
نوموړې په ۲۰۱۸ کال کې د سرطان درملنه بشپړه کړه.
څومره لامبو یې وکړه؟
مېرمن توماس له برتانیا تر فرانسې ۵۴ ساعته لامبو وکړه.
ټاکلې وه د دې لامبو واټن ۸۰ میله یا ۱۲۹ کیلومتره وي، خو د کانال د لوړو ژورو له امله دا واټن نږدې ۶۰ سلنه نور هم ډېر شو، ځکه ویلی شو چې نږدې ۱۳۰ میله یا ۲۰۹ کیلومتره لامبو یې وهلې ده.
اغلې توماس چې د یکشنبې په سهار دا لامبو پیل کړې وه، وروستۍ غوټې سره یې د سې شنبې په ورځ ځايي وخت ۶:۳۰ د سمندر څنډه کې پر شګو ګام کېښود.
له دې مخکې څلورو لامبوزنو درې ځلې د مانش کانال د سور یا عرض ترمنځ له درېدو پرته لامبو وهلې او هیچا تراوسه څلور ځلې دا کار نه و کړی.
که څه هم مېرمن توماس دې لامبو کې بیا بیا سمندري ناویو وچیچله، خو هغه باوري ده چې لویه ستونزه ورته د اوبو له توندوالي سره جوړ راتلل و:
تروې اوبه مو ستونی، ژبه او خوله ځوروي. د څه لپاره چې تلم، خپلې ستونزې یې درلودې. وروستی ځل چې له فرانسې ستنه شوم، په ریښتیا سخته و، یوې (سمندرې ناوې) مخ ته وچیچلم.
څه یې وڅښل او څه یې وخوړل او څنګه بیداره پاتې شوه؟
د خوب مقابل کې د مقاومت لپاره مېرمن توماس پورتیني مایع او لږ کافین درلودل.
د هغې مور وايي: دا مې له یوه پړي سره تړلي و او هره نیمه ګړۍ وروسته مې یو ځل پر هغې غږ کاوه او پړی مې نږدي ور اچاوه.
مېرمن تامسن له دې لامبو وروسته سمندرغاړې ته په رسېدو سره د نړۍ د ریکارډونو کتاب کې نوم ولیکه او په خوشالۍ کې یې خواږه ووېشل.