تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فلسطين او اسرائيل، تلپاتې سولې ته د رسېدو لرليد تت شوی
د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د سولې بهير له پيله له دوو نيمو لسيزو زیاته موده اوړي، له هسکو ټيټو ډک دې وخت کې سیاست دواړو غاړو کې بدلون کړی او ريښتنې سولې ته رسېدا له بل هر وخت سخته او پېچلې شوې ده.
د تېر ځل ټاکنو هلو ځلو پر وخت چې لومړي وزیر بنيامین نتنیاهو وګټلې د دوو دولتونو حل لارې پر سر خبرې ډېرې نه کېدې، او اوس د اسرائيلو دننه د دې خبرې په اړه چې د دوی تر څنګ دې یو خپلواک فلسطین هم وي، د عامو خلکو تر منځ یې ملاتړ کم شوی دی.
د فلسطینیانو تر منځ هم بيا سیاسي درزونه ژور شوي، او د يو هېواد جوړولو پروژه يې ورګډوډه کړې. خو ولې؟