تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امريکا ته اوږده لار
د مرکزي امريکا کډوال يوازيني نه دي، چې امريکا ته د رسېدو زيار باسي. له تېرې جنورۍ راهيسې درې نيم زره افريقايان له پولې تېر شوي، چې ډېر یې د کامرون دي. دغه دغه هېواد کې د فرانسوۍ ژبې حکومت او انګرېزۍ غږېدونکو بېلتونپالو ترمنځ شخړه ده. ډېری کډوال یې خپل سفر اېکوادور يا برازيل ته په الوتنه پيلوي، چې سيمه کې د نورو هېوادونو پرتله يې د ويزې اخيستو لارې چارې اسانه دي. د سفر تر ټولو خطرناکه برخه یې د کولمبيا او پاناما ترمنځ پولو سيمه کې د داريان ګپ خنګله کې د پښو مزل دی. د بي بي سي کترين بياروهانګا هم هلته ورسره وه.