تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې نژدې دوه میلیونه کسان ناقانونه بهرنیان وبلل شول
هند حکومت د دغه په اسام ایالت کې د نفوسو د تابعیت یو وروستی لیست خپور کړی چې له مخې یې دغه سیمه کې مېشت نژدې یو اعشاریه نهه میلیونه کسان غیر قانوني بهرنیان بلل شوي دي.
دغه لیست نېشنل رجسټر اف سټیزنز یا (این ار سي) بلل کېږي چې له مخې یې د سیمې اوسېدونکي باید ثابته کړې چې له پاکستانه د بنګله دېښ د بېلتون له ورځې (مارچ ۲۴ مه ۱۹۷۱) مخکې دلته مېشت و.
هغه کسان چې له دغه لیسته یې اوس نومونه ایستل شوي دي، تر ۱۲۰ ورځو پورې د هند سترې محکمې او ځايي اعلی محکمو او دغه راز د بهرنیانو لپاره ځانګړي ټریبونل ته د عریضې کولو حق لري، خو دا معلومه نه ده چې له عریضې کولو وروسته به له دوی سره څه کېږي.
هند حکومت وايي، د دې چارې هدف په هند کې د غیر قانوني مېشتو بنګله دېشیانو پېژندنه ده.
هندي چارواکو دې لړ کې له مخکې زرګونه کسان نیولي او په زندانونو کې دننه یې په ځانګړو توقیف کمپونو کې ساتي، خو له هېواده د شړلو په تړاو یې تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
پر دغه بهیر نیوکې هم شوې دي او د اسام مېشتو لږکیو پر ضد د (تبعیضي چلند) تورونه پرې پورې شوي دي. این ار سي لومړی ځل ۱۹۵۱ کال کې چمتو شوی و او هدف یې دا بلل کېده چې هندیان او په دغه سیمه کې مېشت غیرقانوني بنګله دېشي کډوال سره وپېژندل شي، خو له هغه راهیسې لومړی ځل دغه لیست بیا تجدید کېږي.
اسام د هند له هغو ایالتونو یو دی چې تر ټولو ډېر توکمونه پکې مېشت دي، چې د اسامي او بنګالي ژبې ویونکي هندوان او د بېلا بېلو قبیلو اړوند خلک پکې شامل دي.
د ایالت له ټولټال ۳۲ میلیونه وګړو یې یو - درېیمه برخه مسلمانان دي چې له کشمیره وروسته د هند په یوه ایالت کې تر ټولو ډېر مېشت مسلمانان بلل کېږي.
دې کې د هغو خلکو اولادونه هم شامل دي چې پر هند د برتانیا واکمنۍ پر مهال هلته مېشت شوي وو. خو له بنګله دېشه راغلي غیر قانوني کډوال چې له هند سره ۴۰۰۰ کیلومتره اوږده پوله لري، په دغه ایالت کې له لسیزو راهیسې یوه لویه مساله بلل کېږي.
هند حکومت ۲۰۱۶ کال کې د اټکلونو له مخې ویلي و چې دغه هېواد کې نژدې ۲۰ میلیونه غیر قانوني کډوال مېشت دي. ویل کېږي که محکمې له لیسته د ایستل شویو کسانو عریضې رد کړي، تر نامعلومه مهاله به په هغو توقیف ځایونو کې ساتل کېږي چې وار له مخه دغه ډول ۱۰۰۰ کسان پکې ساتل کېږي او د نرېندرا مودي حکومت په وینا یو ځانګړي توقیف ځای چمتو کېږي چې تر ۳۰۰۰ پورې کسان پکې ساتل کېدای شي.
ډېری خلک په دې باور دي چې دغه لیست له مذهب سره سروکار نه لري، خو فعالان وايي، د دغه لیست له مخې ډېری بنګالیان غیر قانوني کډوال بلل شوي، چې لویه برخه یې مسلمانان دي.
په ایالت کې د واکمن بي جي پي ګوند مشران ټینګار کوي چې له لیسته ایستل شوي کسان باید له هېواده وشړل شي، خو داسې نه ښکاري چې د ګاونډي هېواد بنګله دېش چارواکي به دا غوښتنه ورسره ومني.
دې سره داسې اندېښنې هم راپورته شوې چې ښايي هند کې د بې هېواده خلکو داسې یوه نوې ډله رامنځته شي چې له میانماره بنګله دېش ته تښتېدلیو روهېنګیا کډوالو ته ورته والی ولري.
تر اوسه معلومه نه ده چې له دغه لیسته ایستل شوي کسان به د جایداد لرلو یا دولتي اسانتیاوو ته د لاسرسي حق ولري او که نه.
یو احتمال داسې څرګندیږي چې له توقیف ځایونو له خوشي کېدو وروسته ښايي دوی ته د کار کولو حق یا نور بنسټیز حقونه ورکړل شي، خو د رایې ورکولو حق به نه لري.