تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کشمير کې غوسه او ترينګلتيا
د خپرېدو وخت
له هغه راهيسې چې نوي ډيلي کې د هند حکومت تر خپلې ولکې لاندې کشمير نيمې کورواکۍ حالت ناڅاپي پای ته ورساوه، اوس دوه اوونۍ تېرېږي. زرګونه ځواکونه، سړکونه ته استول شوي، سره له دې چې د بنديزونو لرې کولو ژمنه شوې، خو د انټرنېټ او موبايل شبکې لا اوس هم ځنډول شوې دي. په ټپه ولاړ حالت او د تماس يا تړاو نشتوالي پر سر غوسه په لوړېدو ده، او د دغې سيمې لروبر يو شمېر ځايونو کې احتجاجونه شوي دي. د بي بي سي سمير هاشمي د هند تر ولکې لاندې کشميره دا راپور راستولی دی.