د امریکا استخباراتي مشران: د اسامه زوی حمزه مړ شوی

د خپرېدو وخت

پر سر یې د يو ميليون ډالرو جايزه ايښودل شوې وه، اوس راپورونه وايي د اسامه بند لادن زوی، حمزه وژل شوی.

د امريکا رسنيو کې راپورونه وايي د القاعدې پخواني مشر اسامه بن لادن زوی، حمزه بن لادن، وژل شوی دی. د امريکا دفاع وزارت د ده د مرګ هېڅ جزئياتو پخلی نه دی کړی. تېرو څو مياشتو کې امريکا د داسې معلوماتو بدل کې چې د حمزه بن لادن ځای ځايګی وښيي، د يو ميليون ډالرو جايزې وړانديز کړی و.