تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکيه کې د مخالف ګوند له لوري ولسمشر اردوغان ته لوی ګوزار
د خپرېدو وخت
ترکيه کې مخالف ګوند وروسته له هغه لمانځنې کوي، چې د استانبول ښاروالۍ ټاکنې يې وګټلې.
تېرو ۲۵ کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې د ترکيې تر ټولو لوی ښار د ولسمشر اردوګان له واکمن اسلام پلوه عدالت او پرمختيا ګونده اوړي.
دا ماته د ښاغلي اردوغان لپاره يو لوی ګوزار دی، چې پرله پسې يې د خپل ګوند مينه والو ته خبرداری ورکاوه، ګنې د استانبول بايلل، د ترکيې بايلل دي.