تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چين کې بند پنډغالو ته کمساری لاسرسی
د خپرېدو وخت
چين کې سلګونه زره مسلمانان، چې ښايي شمېر يې له يو ميليون زيات وي، پراخو بندځايونو کې ساتل کېږي، سره له دې چې نه یې کوم جرم کړی او نه کومې محاکمې سره مخامخ شوي دي. بي بي سي ته په کمساري ډول د دې لار برابره شوې، چې د چين لوېديځ شينجيانګ يا تر ولکې لاندې ختيځ ترکستان کې ځينو دغو ودانيو ته ورشي. چين لومړيو کې د دغه ډول کمپونو د شته والي خبره ردوله، خو اوس ټينګار کوي، دا داسې ډول ښوونځي او روزنځايونه دي، چې غواړي له مخې يې د اسلامي توندلارۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.