تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
صفر ته د شین کوریزو ګازونو راټیټولو هڅې
بریتانیا به لومړنی لوی اقتصاد شي چې تر ۲۰۵۰ کاله شین کوریز غازونه صفر ته کم کړي. دا د حکومت نوی پلان دی خو و به لیدل شي چې منل کېږي او که نه. د بریتانیا لومړۍ وزیرې اعلان کړی دی چې دغه هېواد به تر ۲۰۵۰ کاله شین کوریز غازونه بیخي صفر ته کم کړي. دا په دې معنی ده چې میلیونه کسان به اړ شي چې خپل د پېټرول او ډيزلو موټران برېښنايي کړي او ډېر په الوتکه کې سفر ونه کړي. که دا پلانونه ومنل شي نو بریتانیا به لومړنی لوی اقتصاد شي چې دغه ډول یو کار کوي. ډېرو چاپیریال ساتونکو ادارو د دې ګام هرکلی کړی دی خو ځینې وايي چې دا ډېر ناوخته او ناشونی کار دی.