تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بحث: آیا په رښتیا هم د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې خطر شته؟
د امریکا او ایران ترمنځ ډېرېدونکې ترینګلتیا سره سره واشنګټن ویلي تهران سره جګړه نه غواړي. د امریکا د بهرنېو چارو وزیر مایک پامپیو په روسیې کې د خبرو پرمهال تاکید کړی دی چې ایران باید د یو نورمال هېواد په توګه چلن وکړي او که په ګټو یې برید وشي ځواب به ورکوي.
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي هم ویلي دي چې امریکا سره به جنګ نه کېږي. د دواړو خواوو دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې تېره اونۍ امریکا خلیج ته جنګي بېړۍ او الوتکې استولې دي.
رادیوي بحث کې په دې غږېږو چې وروستیو پرمختیاو د امریکا او ایران ترمنځ څومره ترېنګلتیا زیاته کړې ده؟ ایا په رښتیا هم د دواوړ خواوو ترمنځ د جګړې خطر شته؟
د ترینګلتیا اغېزې به څه وي؟ او د دې ترېنګلتیا کمولو لپاره څه کول پکار دي، دا او نورې پوښتنې په عربي اماراتو کې د پاکستان پخواني سفیر اصف دراني، په امریکا او افغانستان کې د منځني ختیځ د چارو کارپوهانو ډاکټر عالم پایند او ډاکټر عبدالباقي امین سره څېړو.
د پروګرام وړاندی کوونکی عنایت الحق یاسیني دی.