تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوريه کې د داعش ډلې پای
سوريه کې د امريکا په ملاتړ ځواکونه وايي دغه هېواد کې یې داعش اورپکي مات کړي، او د دوی وروستی مورچل او د پښو وړوکی ځای یې نيولی دی. د مځکې او سيمو دا وروستۍ بايلنه له هغه پړاو وروسته راځي، چې دوی په کې يو وخت پر پراخو سيمو ولکه لرله، او پر هغو خلکو چې هلته اوسېدل، خپله توندلارې ايډيالوژي پلې کوله.
څلور کاله مخکې داعش د رقې او موصل په ګډون د سوريې او عراق پراخو سيمو کې پر ميليونونو خلکو واکمني کوله. خو کله چې نړۍ غبرګون وښود، دغې اورپکې ډلې په شا تمبېدو پيل وکړ. څو اوونۍ مخکې د داعش د ماتولو ورستۍ جګړه د باغوز ښارګوټي شاوخوا پيل شوه، او اوس يې دا ټوله سيمه بايللې ده.