تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د شمالي کوریا نجونو تېښته
د شمالي کوریا یو لوړپوړی چارواکی په واشنګټن کې دی چې د شمالي کوریا د مشر او امریکايي ولسمشر ترمنځ پر دوهمې غونډې خبرې سره وکړي. د شمالي کوریا دغه پلاوی لومړی د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره ګوري. وروسته بیا د ښاغلي ټرمپ لیدو ته سپینې ماڼۍ ته ځي. خو که څه هم چې په دې وروستیو کې شمالي کوریا نړۍ ته ځان په ډېپلوماتیک ډول یو څه پرانیستی دی، ډېری خپل وګړي یې لا هم په خطر کې ژوند کوي. په هغو کې هغه ښځې هم شته چې په چین کې د کار موندلو په بهانه دغه هېواد ته قاچاق کېږي. کله چې دا ښځې چین ته ورسېږي نو بیا ځان د قاچاقیانو په منګولو کې ومومي. دغه رپوټ د جنوبي کوریا د یوه مذهبي مشر لخوا د شمالي کوریا د قاچاق شویو ښځو د ازادولو په اړه دی.