کراچۍ کې د وسلو نندارتون

د خپرېدو وخت

د پاکستان ستر اقتصادي ښار کراچۍ په یوه دفاعي نندارتون کې سلګونو نړیوالو او پاکستاني کمپنیو خپل تولیدات نندارې ته اېښې وو. په دې نندارتون کې د الوتکو او شوبلو په ګډونه بیلا بیلې وسلې اېښودل شوې وي.

پاکستاني چارواکي وايي، د دې نندارتون موخه دا ده چې بهرنۍ هېوادونه او کمپنۍ په پاکستان کې جوړې شوې وسلې واخلي. پاکستان اوس پر ۳۵ هېوادونو وسلې پلوري. ځايي خبریال عرفان خټک د نندارتون لېدو ته ورغلی و.