تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د مرګ له خطر سره مخامخ کډوال'
د خپرېدو وخت
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې په ژمي کې ښايي په بوسنیا کې ایسار کډوال له یخنۍ ومري. دغه اداره پر ځايي چارواکو غږ کوي چې لا ډېر څه وکړي چې کډوالو ته سرپنا برابره کړي خو کډوال نه غواړي په بوسنیا کې پاتې شي. دلته ۵۰۰۰ کسان ټول غواړي ګاونډۍ کروشیا ته واوړي او له هغه ځایه لوېدیځې اروپا ته ولاړ شي، خو دا سفر بې خطره نه دی. خطر هغه مهال لا هم ډېرېږي چې د کروېشیا پولیس دغه کډوال ونیسي. ثنا ساپۍ بوسنیا ته ورغلې وه او هلته یې د کډوالو د حال په اړه دغه ځانګړی رپوټ چمتو کړی دی.