تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ له سوداګرۍ نړیوال سازمان د امریکا د اېستلو ګواښ وکړ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی که د سوداګرۍ نړیوال سازمان د متحده ایالتونو په مقابل کې خپل چلند بدل نه کړي دغه هيواد به ترې وباسي.
هغه له بلومبرګ نیوز سره مرکه کې ویلي " که دوی نه سمېږي، زه به امریکا له سوداګرۍ نړیوال سازمان وباسم."
د سوداګرۍ نړیوال سازمان د نړيوالې سوداګرۍ لپاره د قوانینو د برابرولو او د هېوادونو تر منځ د شخړو د حل لپاره جوړ شوی.
خو ښاغلی ټرمپ چې د امریکا د خوندي کولو پاليسۍ لټوي وايي دا اداره له امریکا سره ناسم چلند کوي.
له دغه سازمان د امریکا د ایستلو لپاره د ښاغلي ټرامپ ګواښ د هغو د سوداګريزو پاليسيو او د ازادې سوداګرۍ د هغه سيستم تر منځ توپیرونه روښانوي چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان پرې څار کوي.
د سوداګرۍ سازمان سره د امریکا ستونزه
په ورته وخت کې واشنګټن په دې وروستیو کې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د شخړو د حل برخې د نوو قاضيانو د ګمارل کېدو مخه نيولې وه چې د مسايلو د حل په برخه کې يې د سازمان په وړتيا سیوری غوړلی شو.
د امریکا د سوداګرۍ برخې استازي رابرټ لایټزر هم د سوداګرۍ په نړیوال سازمان تور پورې کړی و چې د امریکا خپلواکي ګواښي.
ډونلډ ټرمپ ان له ولسمشر کېدو وړاندې هم د ناعادلانه سوداګرۍ په تړاو غږ پورته کړی و.
تېر کال د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ فاکس نيوز ته ویلي:
"د سوداګرۍ نړیوال سازمان د هر چا د ګټې لپاره جوړ شوی خو موږ... موږ دعوې بایلو، په سوداګرۍ نړیوال سازمان کې ټولې دعوې بایلو."
له نورو هېوادونو سره د ټرمپ سوداګریزه لانجه
د امريکا متحد ایالتونه په دې وروستیو مياشتو کې په بېلابېلو برخو کې له سوداګريزو شخړو سره مخ دي.
یوه مهمه سوداګريزه جګړه يې د نړۍ له دويم ستر اقتصاد چین سره د نړیوال اغېز پر سر ده.
ښاغلي ټرمپ امریکا ته په واردېدونکو یو شمېر توکو ماليې ولګولې.
د بلومبرګ یو راپور د بېلابېلو سرچینو له قوله ویلي، د ۲۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت پر چينايي توکو د ماليو لګولو درېیم پړاو هم ښايي په راتلونکې اونۍ کې د عامه اذهانو لپاره خپور شي.
له بلومبرګ سره د مرکې پر مهال له ښاغلي ټرمپ څخه د دغه خبر د پخلي په تړاو شوې پوښتنې ځواب ته هغه وویل: " بشپړ درواغ نه دی."
د چین ځواب
چين هم د امریکا له خوا د ماليو لګېدلو ته په غبرګون کې په یو شمېر امریکايي تولیداتو د غچ اخیستو په موخه ماليې لګولې او تر څنګ يې د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته د ورته تعرفو په تړاو شکایت هم کړی.
د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي " دوی پوخ شک لري چې امریکا د سوداګرۍ د نړیوال سازمان قوانين تر پښو لاندې کوي.
د سوداګرۍ نړیوال سازمان چې په ۱۹۹۴ کال کې رامنځته شوی د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د قوانينو جوړولو د مرکزي هستې په توګه فعالیت کوي.
دا سازمان د هېوادونو تر منځ د سوداګريزو شخړو د حل لپاره یو مرکز دی او د نوو سوداګريزو ازاديو پر سر د خبرو اترو مرجع هم ده.