تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فتح الله ګولن ترکي ښوونځيو انګېزه څه ده؟
په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال له ناکامې کودتا وروسته د انقرې حکومت په نړیواله کچه د هغه ترک ښوونځیو د کنټرول ترلاسه کولو هڅې پیل کړې دي چې د ترکيې د حکومتي له چوکاټه د باندې کار کوي.
دا ښوونځي د ترکیې د سیاسي او مذهبي مشر فتح الله ګولن غورځنګ سره تړلي بلل کېږي.
د ښاغلي ګولن غورځنګ چې د پلویانو لخوا یې په ترکي ژبه “حذمت” یا خدمت په نوم یاديږي اسیا، افریقا، امریکا او اروپا کې اړونده ښوونځي لري.
د دې ښوونځي منتقدین په دې اند دي چې دا ښوونځي له ښوونې اخوا پټه اجنډا لري، خو پلویان یي دا د نړۍ په بېلابېلو هېوادو کې د معیاري ښوونې روزنې مرکزونه بولي.
د اوونۍ ځانګړې مرکې کې په ترکیه کې د افغانستان پخواني دېپلومات ډاکټر عبدالسلام عاصم چې د ترک ښوونځیو په اړه یې څېړنه کړې د دې ښوونځیو د پیل په انګیزې، جوړښت، تعلیمی نصاب، سیاسي اغېز او نورو اړخونو غږیږي.
د بحث کوربه عنايت الحق ياسيني دی.