اتریش کې پر نقاب بندیز پلی کېږي

د خپرېدو وخت

په اتریش کې پر نقاب بندیز پلی کېږي. په دې هېواد کې دغه غوښتنه د توند ښې اړخې ګوند فریډم پارټي یا ازادی ګوند وه چې د اکتوبر تر ټاکنو وروسته د ایتلافي حکومت یوه برخه شوه.

شاوخوا ۱۵۰ ښځې په اتریش کې نقاب اغوندي. سوداګر اندېښمن دي چې دا قانون به تر ډېره د خلیج هغه شتمن سیالانیان اغېزمن کړي چې دغه هېواد ته ورځي.